تالقان (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): د تخار پولیس وايي چې د ینګي قلعه ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو د دغه ولایت درقد ولسوالۍ هم نیولې ده.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د وږي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن شاوخوا لس بجې طالبانو د دغه ولایت درقد ولسوالۍ هم ونیوه.
هغه وویل چې د ینګي قلعه ولسوالۍ له سقوط وروسته امنیتي ځواکونه د تخار د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې راټول شوي دي.
خو هغه په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
طالبان هم د درقد د سقوط خبر تاییدوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې څو شېبې وړاندې یې د تخار درقد ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره نیولې ده.
هغه وايي، د دوی د لومړنیو معلوماتو پر اساس په دې جګړه کې ډېر شمېر امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن