کندوز (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): د کندوز نوي امنيه قوماندان په داسې حال کې خپله دنده پیل کړی چې د دغه ولايت ځينو ولسواليو سقوط کړی او ياد ولايت له بد امنيتي وضعيت سره مخ دی.
مل پاسوال عبدالرشيد بصير نن (د وږي ۱۹مه) د کندوز د نوي امنيه قوماندان په توګه رسماً پر دنده وګومارل شو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سمونوال منظور ستانکزی د کندوز امنيه قوماندان و چې د روانې میاشتې په نهمه د کندوز په ښار کې د يو ځانمرګي بريد په پايله کې ټپي شو او دا مهال د بګرام په پوځي اډه کې تر درملنې لاندې دی.
د کندوز د والي مرستيال او سرپرست نجيب الله عمرخېل نن د عبدالرشيدبصير د معرفي کېدو په تړاو جوړه شوې ناسته کې وويل چې د کندوز امنيتي وضعيت ترینګلی دی او نوی امنيه قوماندان بايد دغه وضعيت ته ډېر پام وکړي.
هغه له نوي امنيه قوماندانه وغوښتل چې د کندوز د امنيتي وضعيت د ښه کولو په موخه دې د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږۍ رامنځته کړي څو د ياد ولايت په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون رامنځته شي.
دغه راز د کندوز يوه مخور رييس سالم هم له نوي امنيه قوماندانه وغوښتل چې د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره اړين تدابير ونيسي.
هغه زياته کړه، د کندزو امنيتي وضعيت ډېر خراب دی، ډېرې ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي، د امنيتي وضعيت د ښه کولو لپاره دې جدي اقدامات ترسره شي.
نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بصير وويل چې په دغه ولايت کې په کافي اندازه سرتېري شته او د دوی د همغږۍ لپاره به جدي هڅې وکړي.
دی وايي، د کندوز د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره به د جګړې مديريت پياوړی کړي او ډېر ژر به په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون رامنځته شي.
login or register a new account.