Language

ملګري ملتونه: افغان شخړه يواځې په بين الافغاني مذاکراتو هوارېدلى شي

 

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وايي، د افغانستان جګړه يوازې د بين الافغاني خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شوار په ځانګړې غونډه کې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټينو ګوټريچ د افغانستان په اړه خپل شپږ مياشتنى راپور هم د امنيت شورا یادې ځانګړې غونـډې ته وړاندې کړ.

ياماموتو يادې غونډې ته وويل، اړينه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې ژر تر ژره پيل شي.

د هغه په وينا، ملګري ملتونه چمتو دي چې د بین الافغاني بهیرونو ملاتړ وکړي.

نوموړي ټينګار کړی چې د سولې د تېر يوه کال خبرو په افغانستان کې سولې او ثبات ته هيله مندي ډېره کړې وه.

تداميچي ياماماتو چې هم‌مهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر يا يوناما مشر هم دی، دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو روانه پروسه ځنډولې ده.

ياماماتو ويلي: ((يوازې په خپله د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په افغانستان کې شخړه ختمولای شي او دا تر ټولو مناسبه لاره ده، له دې کبله په نږدې وخت کې بايد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.))

ياماماتو په بين‌الافغاني خبرو کې د بشري حقونو، د بيان او رسنيو ازادۍ برخه کې پر ژمنو ټينګار کړى چې بايد دواړه لوري دغه ژمنې وکړي او دغه راز يې يادونه وکړه چې په افغانستان کې بايد د لږکيو حقونو ته هم درناوی وشي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه راز په وروستيو کې د جګړې د دواړو اړخونو له لوري پر ملکي وګړو بريدونه جنګي جنايتونه وبلل او د سولې په پايله کې يې د تاوتريخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار وکړ.

login or register a new account.