کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨) : په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير وايي چې هېواد يې د افغانستان د ټاکنيزو کمېسيونو او سياسي پروسو ملاتړ ته ژمن دى.
په ملګرو ملتونو کې دامريکا سفير جناتان کوهن دغه څرګندونې تېره شپه دافغانستان په اړه د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته په وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړه، هېواد يې د افغانستان سياسي پروسې او د ولسمشريزو ټاکنو سره مرستې او ملاتړ ته ژمن دى.
نوموړي وويل، هېواد يې د افغانستان ولسشمريزو ټاکنو سره د ٢٩ ميليونه مرستې اعلان کړى او دغه راز په دې برخه نورې کې نورې مرستې هم کوي.
کوهن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر يوناما د هغو موندنو هرکلى وکړ چې ٩،٦ ميليونه افغانانو په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې ده.
نوموړي د افغانستان په سولې، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو کې د افغان ښځو د رول ستاينه هم وکړه.
دامريکا سفير په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کر، توليد او قاچاق د اندېښنه څرګندونه وکړه ، خو د مخنيوي په برخه کې يې د ملګرو ملتونو دفعاليتونو ستاينه وکړه.
کوهن د کابل په وروستيو بريدونو کې او په ځانګړې توګه د واده په مراسمو کې د هغه ځانمرګي بريد سخته غندنه کړې اوخواشيني يې ښودلې چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.