Language

ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره ټيلېفوني خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): ولسمشر اشرف غني د ناټو له سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په دې اړيکه کې د ناټو سرمنشي ولسمشر غني ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه وايي، د ناټو سرمنشي وويل چې د سازمان ټول غړي هېوادونه او متحدين  به د افغان ځواکونو مرستې، همکارۍ او روزنې ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ ويلي چې د دوى له همکاريو موخه دا ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره حالات برابر شي.

بلخوا د ناټو سرمنشي هم په ټويټر کې ليکلي چې له افغان ولسمشر سره يې د ټيلېفون له لارې ګټورې خبرې کړې دي.

د ناټو سازمان په افغانستان کې د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت پر مخ وړي او اوس مهال د دغه سازمان ١٧ زره سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.

login or register a new account.