کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېـټه ٩٨) : د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په واشنګټن کې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ټويټر کې ليکلي چې زلمي خليلزاد له طالبانو سره د خپلو يوولس مياشتنيو خبرو اترو ټول معلومات په تفصيل سره شريک کړل.
هغه زياته کړه، دغه راز زلمي خليلزاد د سولې په اړه د راتلونکو پلانونو او هيلو په اړه هم له عمران خان سره خبرې وکړې.
قريشي ويلي، عمران خان په دې ليدنه کې يو ځل بيا په افغانستان کې د خپل هېواد له لوري د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
عمران خان زياته کړې،د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړين دي.
د دې ليدنې نور جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
د يادونې ده چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې چې له تېرو يوولسو مياشتو راهيسې روانې وې او يوه موافقې ته نږدې شوي وو، شاوخوا درې اوونۍ مخکې ناڅاپه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وځنډول شوې.
ټرمپ دغه کار وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري او ١٠ افغانان ووژل شول.
هغه ويلي، طالبانو له دا ډول کړنو سره غوښتل چې په مذاکراتو کې امتياز ترلاسه کړي.
خو طالبانو ويلي چې ټرمپ دا هسې بهانه نيولې، په افغانستان کې امنيتي پېښې خو ډېرې رامنځته کېږي او له امريکا يې غوښتي چې دا خبرې بيا له سره پيل کړي.
login or register a new account.