کندهار (پژواک،د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): چارواکي وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه یې چاڼيز عملیات پیل کړي او تر ګواښ لاندې سیمو کې یې اضافي ځواکونه پر دندو ګومارلي دي.
دغه څرګندونې د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په یوه خبري غونډه کې وکړې.
اطرافي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د امنيت خوندیتوب په موخه یې د کندهار په تر ګواښ لاندې سیمو کې چاڼيز عملیات پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه: ((همدا شېبه چې دلته خبرې کوو د کندهار په پنجوايي، ژیړۍ، خاکرېز، ارغستان او نورو سیمو کې عملیات پیل شوي او بریالي روان دي.))
دغه راز ده یادونه وکړه چې په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې اضافي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي څو خلک وکړای شي راتلونکې شنبه په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.
ده وویل، د پیل شوو عملیاتو په لړ کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۷ تنه له چاودېدونکو توکو سره نیول شوي چې غوښتل یې د ټاکنو په ورځ امنیت ګډ وډ کړي.
نیول شوي کسان خبریالانو ته وښودل شول او پر خپل جرم یې اعتراف وکړ.
بل خوا د کندهار والي هم د ټاکنو په تړاو په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د دغې ورځې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او ټول ولس باید په کې برخه واخلي.
په دې اړه د کندهار ولایت مقام په غازي امان الله خان تالار کې غونډه جوړه شوې وه چې د والي تر څنګ په کې ولسوالانو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس، د ملکي او نظامي ارګانونو مسوولینو، ښځو او مدني فعالانو ګډون درلود.
والي حیات الله حیات وویل، د ټاکنو لپاره په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې امنیتي او لوجستیکي تدابیر نیول شوي او خلک کولای شي په ډاډ زړه په دغې ملي پروسې کې برخه واخلي.
والي له ټولو ولسوالانو وغوښتل چې د ټاکنیزو دفترونو له مسوولینو سره ښه همغږۍ ولري او د ولسوالۍ په کچه رامنځته کېدونکې ستونزې حل او راپور یې له ولایت مقام سره شریک کړي.
هغه زیاته کړه، ولسوالان دې په کلیو او بانډو کې له قومي مشرانو، متنفذینو، علماوو او ځوانانو سره د ټاکنو په اړه عامه پوهای ترسره کړي او خلک دې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.
login or register a new account.