Language

عمران خان: زموږ پوځ او استخباراتو د افغان جګړې لپاره وسله وال روزل

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٨): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په افغانستان کې د روسيې پر ضد د جګړې لپاره القاعده او نورې ډلې روزلې دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د يوې څيړنيزې ادارې په ناسته کې کړې دي.

عمران خان د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د حکومت له خوا يې په ايبټ اباد کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د شتون په اړه پلټنې کړې وې، خو ده ته معلومات نشته.

هغه زياته کړې، د القاعده په ګډون نورې وسله والې ډلې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) له خوا د روسيې پر ضد د جنګېدو لپاره روزل شوي وو.

د پاکستان لومړي وزير په ډاګه کړه چې پر امريکا د سپټمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته په افغانستان کې د امريکا په پيل شوې جګړه کې د پاکستان ور ګډېدل تر ټولو ستره تېروتنه وه.

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د روسيې خلاف له پيل شوې جګړې وروسته په پاکستان کې هم سخت دريځي زياته شوه.

ده زياته کړې: ((د روسيې پر خلاف د جګړې لپاره  له اسلامي هېوادونو سخت دريځي خلک پاکستان ته راتلل او هلته به د پوځ له خوا له روزل کېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېدل.))

عمران خان ويلي،  پخوا امريکايي چارواکو د روسيې پر خلاف جنګېدونکي مجاهديني اتلان بلل، خو اوس چې امريکا په افغانستان کې ده، نو همدغو خلکو ته ترهګر وايي.

د هغه په وينا، له افغانستانه د روسيې له وتلو وروسته امريکا افغانستان ته شا کړه او وسله وال يې پاکستان ته پرېښودل.

د افغانستان د روانې شخړې په اړه عمران خان ويلي، که امريکا په افغانستان کې ١٩ کاله نوره هم جګړه وکړي، بريا نه شي ترلاسه کولى.

د هغه په وينا، مذاکرات د شخړې د حل يواځېنۍ لاره ده، خو په يو وخت کې جګړه او مذاکرات ستونزه نوره هم زياتوي.

login or register a new account.