Language

په کندوز کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

کندوز ښار (پژواک، ٢ تله ٩٨): په کندوز ولايت کې د ٧٢ ميليونه افغانيو په لګښت د څلورو ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د کندوز د پوهنې رييس نجيب الله ثاقب وويل چې په دغو ښوونځيو کې بي بي آسيه منځنى ښوونځى، د نجونو ورتبلاق ښوونځى، د کهندژ لېسه او دارالعلوم عالي المومنات شامل دي.

ده وويل، دغه ښوونځي درسي خونې، اداري خونې، کمپيوټر خونې، د څښاک اوبه او نور اړوند ملحقات لري چې درې زره زده کوونکي په کې زده کړې کولى شي.

د هغه په وينا، په يادو سيمو کې تر دې وړاندې هم ښوونځي وو، خو ودانۍ يې نه درلودې.

دغه راز د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې لپاره د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.

ده وويل: ((نن په مو کندوز کې څلور ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل، چې پنځوس ميليونه افغانۍ لګښت يې د افغان حکومت له لوري او ٢٢ ميليونه افغانۍ لګښت يې د المان د حکومت له لوري ورکړل شوي دي.))

د يادونې ده چې کندوز د افغانستان له ناامنو ولايتونو څخه دى چې په ډېرو سيمو کې زده کوونکي د نا امنۍ له امله ښوونځيو ته په نورمال ډول تګ راتګ نه شي کولى.

login or register a new account.

Related Topics