Language

کابل ښار کې چاودنه شوې، مرګ ژوبله نه لري

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۸): پولیس وايي، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ماین چاودنه شوې چې مرګ ژوبله نه لري.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس د تلې په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د خیرخانې مېنې د لومړۍ حصې ساحه کې د استاد خلیل الله خلیلي ښوونځي ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره، د یاد ماین چاودنې له امله چې د استوګني کورونو په یوه کوڅه کې ځای پر ځای شوی و، د نږدې کورونو ښیښې ماتې شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

فردوس پژواک ته وویل، پولیس د پېښې ساحې ته رسېدلي او اوس د دې پلټنه کوي چې دغه ماین د کومې موخې لپاره ځای پر ځای شوی و.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.