کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٨): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې په هغو هڅو کې چې د افغانستان د حکومت په مالکيت او رهبرۍ ترسره نه شي، پرمختګ نه شي کولى.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سوله د افغانستان د حکومت په لومړيتوبونو کې ده.
هغه زياته کړه، د سولې داسې خبرې په کار دي چې د افغانستان د حکومت په مالکيت او مشرۍ ترسره شي او يوه دوامداره او با عزته سولې ته ورسېږي.
خو صديقي وايي، د سولې هغه پروسه چې افغانستان يې مالکيت او مشري ونه لري، د پرمختګونو چانس يې کم وي.
د نوموړي په وينا، سوله د افغانستان د خلکو له مهمو غوښتنو ده او د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دى.
د ولسمشرۍ ریاست وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر کوي.
دغه راز سرچينې وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد لا مخکې اسلام اباد ته رسېدلى او ټاکل شوې ده چې دواړه پلاوي نن له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پرون پژواک اژانس ته ويلي وو چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له هند، ازبکستان، پاکستان، روسيې او چين سره د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړې دي.
login or register a new account.