Language

تېره مياشت د هوايي دهلېزونو له لارې د نږدې ٨٠٠ ميليونه افغانيو په ارزښت صادرات شوي

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٨): د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې تېره مياشت د هوايي دهلېزونو له لارې د نږدې ٨٠٠ ميليونه افغانيو په ارزښت صادرات شوي دي.

دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزير اجمل احمدي د تلې په ١٣مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې د روان زېږديز کال د تېرې سپټمبر مياشتې په اوږدو کې په ٨٣ الوتنو کې ٥١٢ ټنه بېلابېل ډول توکي يو شمېر هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې استول شوي دي.

د احمدي په وينا، د دې ټولو توکو ارزښت ١٠ ميليونه امريکايي ډالر (شاوخوا ٨٠٠ ميليونه افغانۍ) کېږي.

د سوداګرۍ وزير وايي، شپږو اروپايي هېوادونو ته په ١٨ الوتنو کې ٤٥ مټريک ټنه، هندوستان ته په ٣١ الوتنو کې ٤١٤ مټريګ ټنه  او متحده عربي اماراتو ته په ١٦ الوتنو کې ٢٦ مـټريک ټنه بېلابېل ډول توکي استول شوي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، ترکيې ته په ٦ الوتنو کې ١٠ مټريک ټنه، بحرين ته په ٤ الوتنو کې شپږ مټریک ټنه، برېتانيا ته په ٣ الوتنو کې ٥ مټرک ټنه، کويټ ته په ٢ الوتنو کې ٣ مټريک ټنه، سعودي عربـستان ته په ٢ الوتنو کې ٢ مټریک ټنه او چين ته په يوه الوتنه کې يو مټریک توکي استول شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت وياند سمير رسا پژواک اژانس ته وويل چې يادو هېوادونو ته د هوايي دهلېز له لارې تازه او وچې مېوې، لاسي صنايع، سبزيجات، غالۍ او د څارويو پوستيکي صادر شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تازه مېوو کې انګور، خټکي، هندواڼې، ناک، مڼې، انار، زردالو، انځر، په وچو مېوو کې  غوزان، بادام، مميز او  نور شامل دي.

رسا دغه راز وويل چې په سبزيجاتو کې پياز او نېش پياز شامل دي.

login or register a new account.