کندوز ښار (پژواک، ١٤ تله ٩٨): د کندوز د ولايتي شورا ځيني غړي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په قلعه زال ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
د کندوز په ولايتي شورا کې د قلعه زال استازي اسدالله سادات د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په اقتېپې سيمه کې د نجونو يوه لېسه سوځولې ده.
هغه وايي: ((طالبانو مکتب سوځولى او بيا يې د مکتب ټول وسايل او تجهيزات له ځانه سره وړي دي.))
دغه راز د کندوز د پوهنې رييس نجيب الله ثاقب هم د ښوونځى د سوځولو مسئله تاييد کړه، خو ويې نه ويل چې دغه ښوونځى د چا له خوا سوځول شوى دى.
ده زياته کړه: ((پلټنې روانې دي ترڅو معلومه کړو چې دغه مکتب د چا له لوري سوځول شوى دى.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې طالبان له عامه ځايونو سره کومه ستونزه نه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP