پلخمری (پژواک ،۲۰ تله ۹۸) : د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ګڼ شمېر ديني عالمانو په ګډون سلګونو کسانو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو د پيلېدو غوښتنه وکړه.
د مولوي عبدالبصير حميدي په نوم يوه ديني عالم غونډې ته وويل چې د روانې جګړې زيان يواځې افغانانو ته دى او څومره چې جګړه اوږديږي، افغانان کمزوي کېږي.
هغه زياته کړه، د دې پر ځاى چې افغانان سره جګړې وکړې، بايد په خپلو کې سره کېني او خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.
مولوي حميد وايي چې هره ورځ سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د دې هر څه د پاى لپاره يواځېنۍ لپاره بين الافغاني مذاکرات دي.
نوموړي پر بهرنيانو تور پورې کړ چې سوله نه غواړي، د يوه امريکايي پر وژلو يې د سولې ټوله پروسه خرابه کړه، افغانان بايد له دې عبرت واخلي.
د مولوي محمد حسين محمدي په نوم يو بل ديني عالم وويل چې د دغه ولايت په وروستيو جګړو او ډله ييزو بريدونو کې ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتى دى.
هغه وايي چې وروستۍ جګړې عام خلک او ديني عالمان اندېښمن کړي دي او بايد يې پر وړاندې جدي اقدامات وشي.
د دې غونډې ګڼ شمېر نورو ګډونوالو هم د سولې خبرو پر بيا پيلېدو او د جګړې پر پاى ټينګار وکړاو له طالبانو يې وغوښتل، چې له افغانانو سره خبرې پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP