Language

جان باس: د ټاکنو د پایلو ځنډ پروا نه لري، خو چې د خلکو د باور وړ وي

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): په کابل کې د امريکا سفير وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې که ناوخته اعلان هم شي پروا نه کوي، خو پر پايلو د خلکو باور مهم دى.

جان باس دغه څرګندونې پرون په کابل کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه تر ليدنې وروسته په خپل ټويټر کې کړې دي.

هغه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کارکوونکو کارونه ستايلي او زياته کړې یې ده: "موږ ته مهمه دا ده چې خلک د ټاکنو پر ښو پايلو باور وکړي، خير دى که پايله يې ناوخته اعلان شي."

د امريکا سفير زياته کړې، که کمېسيون د ټاکنو د پايلو اعلان ته ډېر وخت غواړي، هم کومه ستونزه نشته، خو مهمه دا ده چې سمه پايله اعلان شي.

جان باس پر ټاکنو د خلکو پر باور او اعتماد ټینګار وکړ.

هغه ويلي، بايد افغانانو ته معلومه شي چې د ټاکنو په ورځ په کومو ځایونو کې او څومره مرکزونه او محلونه تړلي وو.

د نوموړي په وينا، که د بايومټريک بهير همداسې روان وي، خلک بايد پر دې باور وکړي چې د الکترونکي پايلو د اصلي رايو نتيجه ده.

باس وايي: "موږ به له کمېسيون سره نږدې کار کوو او د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه به د هغوی هلې ځلې ستايو. "

هغه وايي، بايد د هغو امنيتي ځواکونو او نورو خلکو ته چې د ټاکنو په ورځ یې قرباني ورکړې، درناوی وشي.

login or register a new account.