Language

مس عينک لوبډلې د شپږيزې پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

کابل (پژواک، ٢٤ تله  ٩٨) : د شپـږيزې ملي کرکټ سياليو په وروستي پړاو کې د مس عينک لوبـډلې بند امير ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

په دې سياليو کې د هېواد شپږو لوبډلو برخه اخيستې ده، چې وروستي پړاو يا (پلى اف) ته يې څلورو لوبډلو لاره موندلې ده.

ددې سياليو  لومړى (پلى اف ) لوبه نن د تلې په ٢٤مه، د مس عينک او بند امير ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه بند امير وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بند امير لوبـډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٧ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ١٥٨ منډو هدف ورکړ.

د بند امير له لوري افسر ځاځي ٥٦ او عمران جان جنت ٤٤ د پام وړ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري شرف الدين اشرف درې لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبـډلې ياد هدف د رحمان الله ګربز د په زړه پورې  لوبې له امله په ډېرې اسانۍ سره په شلم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه ، لوبه يې وګـټله او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

ګربز ٨٨ ، نور علي ځدراڼ ٤٤، او احسان الله ٣٦ منډې جوړې کړې، رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

نن تر غرمې وروسته دوروستي پړاو ( پلى اف) دويمه لوبه د سپين غر زمريانو او کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه  د کابل لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهونه وکړه.

د کابل لوبډلې د کريم جنت د تاريخي لوبې له امله د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٧ منډې جوړې کړې او سپين غر ته يې د ١٩٨ منډو هدف ورکړ، د کابل له لوري کريم جنت ١٢٠ ، سميع الله شينواري ٣٨ او حضرت الله ځاځي ٢٧ منډې جوړې کړې.

د سپين غر لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو اى کړاى او په ٢٠ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٧١ منډې جوړې کړې او دغه راز کابل دا لوبه د ١٧ منډو په توپير سر وګټله.

د کابل له لوري وقار سلام خېل څلور لوبغاړي وسوځول، کريم جنت د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو..

د کابل بازانو لوبډله به پاى لوبې ته دلار موندلو لپاره له بند امير سره لوبه کوي.

login or register a new account.

Related Topics