Language

هند ۷۵ زره ټنه مرسته شوي غنم راتلونکې میاشت افغانستان ته رالېږي

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د هندوستان حکومت له خوا له افغانستان سره د مرسته شوو ٧٥زره ټنه غنمو لومړۍ جوپه راتلونکې مياشت د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را لېږدول کېږي.

هندي رسنيو د تلې په ٢٥مه خبر ورکړى چې دا مرسته شوې غنم د هندوستان  له کنډالا بندره په کښتيو کې د ايران چابهار بندر ته او بيا له هغه ځايه افغانستان ته رلوړل کېږي.

سرچينې زياته کړې چې هند له ٢٠١٧ کال راهيسې له افغانستان سره د ١،١ ميليونه  ټنه غنمو مرسته کړې ده چې ټولې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کابل کې د هند سفير ويني کومار ويلي چې هېواد يې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره بشري او نظامي مرستو اته ادامه ورکړي.

هغه چې پرون یې په کابل کې د سروې مياشتې اوونۍ نمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې، زياته کړې، چې دوه ورځې مخکې يې په کابل کې دوه پوځي چورلکې هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ه وسپارې

سفير ویلي، افغان محصلينو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو ترڅنګ شاوخوا دوه زره هغه افغان ماشومان چې د زړه ناروغۍ لپاره هند تللي وو، شوي وړيا درملنه شوې ده.

login or register a new account.