کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد يو ځل بيا د سولې د هڅو په لړ کې ځان اروپا ته رسولی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه په لومړي قدم کې بلجيم ته رسېدلى او له هغه ځايه به فرانسې ته ولاړ شي.
سرچينې زياته کړې چې خلیلزاد به د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو او اروپايي اتحاديې له مشرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه راز ويلي چې هغه به وروسته مسکو ته ولاړ شي او هلته به د افغان سولې په تړاو په څلور اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې غونډې په څنډه کې به خليلزاد د روسيې او چين له استازو سره ځانګړې ليدنې هم ولرې.
بلخوا د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ټويټر کې ليکلي چې تېره شپه يې په بروکسل کې له زلمي خليلزاد سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې چې خليلزاد دوى ته د خپلو تازه هڅو په اړه معلومات ورکړل.
د ناټو سرمنشي ويلي چې دوى د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ژمن دي.
login or register a new account.