کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): ټاکنو کمېسیون غوښتل د هغې ودانۍ دروازه خلاصه کړي چې کلپ یې مات شوی و ، خو د ثبات او همپالنې ټېم یې مخه ونیوله او ټینګار یې وکړ چې لومړی باید کمېسیون د کلپ د ماتېدو اړوند څېړنو پایلې اعلان کړي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې په کابل کې د دغه کمېسیون د مرکزي دفتر په انګړ کې داسې ودانۍ ده چې د تلې د شپږمې ټاکنو د رایو د دیجیټالي جمع بندۍ د مرکز سربېره په کې د کمېسیون اداري څانګې او د روزنې ریاست فعالیت لري.
د ثبات او همپالنې ټېم تېره ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ادعا کړې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د څارونکو له تګ وروسته د ټاکنو کمېسیون د دیجیټالي جمع بندۍ د مرکز د دروازې کلپ د یاد کمېسیون د دارالانشا ریاست د کارکوونکو او ځانګړو پولیسو مات کړی دی. د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم د یادې موضوع د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون غړي اورنګزېب نن د دغه کمېسیون د غړو په ګډه ناسته کې وویل: ((د کمېسیون د دارالانشا د امنیتي سلاکارانو لخوا د انساني عاطفې په خاطر د دیجیټالي دیټا سنټر د خونې د دروازې قفل مات شوی څو د سي ار یو (د پولیسو ځانګړې قطعې) دوه سرتېري چې د تعمیر د امنیت ساتنې لپاره په دنده ګومارل شوي وو په دهلېز کې شپه تېره کړي، دا یوه تېروتنه ده خو په اړه یې څېړنې کېږي.))
د نوموړي په خبره، له یادې پېښې دوه ورځې تېرېږي چې دغه تعمیر چې د دیجیټالي جمع بندۍ د مرکز سربېره په کې د روزنې ریاست او د کمېسیون اداري څانکې فعالیت کوي تړلی دی.
هغه وايي، زما، د ټاکنو کمېسیون د بل غړي مولانا عبدالله، د درېیو ټاکنیزو ټېمونو څارونکو او د ټاکنو د څار بنسټونو د ناظرینو په ګډون یو پلاوي ته دنده ورکړل شوې چې دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي.
اورنګ زېب وايي، د کمېسیون رهبري حقیقت نه پټوي، خو هغو کسانو ته چې د ټاکنو بهیر د ګډوډولو هڅه کوي د دغه کار اجازه نه ورکوي.
هغه وویل: ((زما په اند ښه داده چې د پولیسو ځانګړې قطعه د ټاکنیزو ټېمونو د اندېښنې د له منځه وړولو په خاطر د کمېسیون له انګړ څخه بیرون د یاد کمېسیون د امنیت ساتنې لپاره په دنده وګومارل شي.))
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په نننۍ ناسته کې وویل، یوازې د عمومي ودانۍ د دروازې کلپ مات شوی او د دیجیټالي جمع بندۍ د مرکز او هغو صندوقونو کلپونه چې بایومټریک دستګاوې په کې ساتل کېږي نه دي مات شوي.
هغه هم وايي چې یوه تېروتنه شوې او که چا دغه کار په قصدي ډول ترسره کړی وي قانوني چلند به ورسره وشي.
هغې په یاد بهیر کې پر شفافیت د ټینګار ترڅنګ وویل، یوه پېښه شوې خو په بشپړ صداقت به یې څېړنه کېږي.
د ثبات او همپالنې ټېم تېره ورځ ویلي و چې یاد کلپ د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د رییس حبیب الرحمن ننګ په امر مات شوی دی.
login or register a new account.