Language

عامو افغانانو له پوهنې وزارت سره څه باندې ٦٠٠ ميليونه افغانۍ مرسته کړې

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٨) : د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې عامو افغانانو له  پوهنې وزارت سره څه باندې ٦٠٠ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د ياد وزارت له خوا دلړم په ٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته په ٢٠ ولايتونو کې عامو افغانانو په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د ځمکې د ورکړې په برخه کې کړې ده.

سرچينې زياته کړې، دا مرستې په  خوست، دایکنډي، کاپیسا، میدان وردګو، سرپل، بامیانو، پنجشېر، سمنګانو، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، د کابل ولایت او ښار، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات ، پکتیکا او پکتیا ولايتونو کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې چې د څه باندې ۳۷۰ جریبه ځمکې ورکړه، د ښوونځیو بیارغونه، د درسي لوازمو ورکړه او نغدې پیسې په کې شاملې دي، د ښوونځیو د شوراګانو له خوا راټولې شوې دي.

د پوهنې وزارت ويلي، یادې مرستې د ښوونځیو له شوراګانو سره په همغږۍ، د پوهنې د مینه والو له خوا په شفاف ډول لګول شوي او مرسته کوونکو د خپلو مرستو د لګښت د څرنګوالي له بهیر څخه هم څارنه کړې ده.

سرچينې زياته کړې، پوهنې وزارت، ۱۳۹۷ کال له پوهنې څخه د ملاتړ د کال او ورپسې یې له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۹  کال پورې د پوهنې د لسیزې په نوم نومولي دي، چې د افغانستان دولت له خوا هم تایید شوي دي.

پوهنې وزارت، ژمن دی چې د پوهنې لسیزه په هېواد کې د پوهنې د ستونزو د پای ته رسېدو لسیزه وي.

پوهنې وزارت له هېوادوالو څخه غواړي چې د پوهنې په لسیزه کې د ښوونې او روزنې د ودې په لاره کې برخه واخلي او په ښوونځي کې له ښوونځي څخه د باندې ماشومانو د شاملولو، له ښوونځیو څخه د ساتنې، د ښوونکو له تدریس او د زده کوونکو له حاضرۍ څخه د څارنې په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

login or register a new account.