Language

خليلزاد يو ځل بيا د سولې لپاره د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار وکړ

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٨): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې په افغانستان کې د اوږودمهاله سولې لپاره د تاوتريخوالي کمول مهم دي.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د لړم په ١١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي دغه ځل کابل ته دوه سفرونه درلودل.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی يو ځل د اکتوبر له ٢٦مې تر ٢٨ او بيا له ٢٩مې د نوامبر تر لومړۍ ورځې پورې په  کابل کې له بېلابېلو دولتي او سياسي مشرانو، د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره سلا مشورې وکړې.

د يادونې ده، په دغه منځ کې خليلزاد پاکستان ته هم يو لنډ سفر وکړ او د دغه هېواد له لومړي وزير عمران خان او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره يې وليدل.

د امريکا سفارت ويلي چې خليلزاد په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو دولتي چارواکو سره ليدنې کتنې درلودې.

سرچينې زياته کړې، د امريکا ځانګړي استازي افغان مشرانو ته د خپلو سفرونو او له متحدينو سره د افغان سولې  په  تړاو د خپلو ليدنو کتنو او سلا مشورو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنو کتنو کې زلمي خليلزاد په ډاګه کړه چې امريکا په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي ملاتړ کوي څو په دغه هېواد کې اوږده جګړه پاى ته ورسېـږي.

خليلزاد زياته کړې، په افغانستان کې د اوږودمهاله سولې لپاره د تاوتريخوالي کمول مهم دي.

خو د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ په يو خبري کنفرانس کې ويلي وو چې د خليلزاد دغه ځل سفر له سولې سره تړاو نه درلود او د امريکايي پوهنتون د استادانو چې له طالبانو سره بنديان دي، د خلاصولو په اړه يې ليدنې کتنې او خبرې کړې دي.

login or register a new account.