Language

د چين د بهرنيو چارو وزير ولسمشر ته د بين الافغاني ناستې په اړه معلومات ورکړل

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): د چين د بهرنيو چارو وزير ولسمشر اشرف غني ته په دغه هېواد کې د جوړېدونکي بين الافغاني ناستې په اړه معلومات ورکړل.

له ارګه د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې ټيلېفوني مکالمه کې دواړو لورو د ولسمشرۍ ټاکنو په بریا ترسره کېدو، د افغانستان د سولې پروسې او د دولت په دولت همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزير د ولسمشرۍ ټاکنو په بریاليتوب ترسره کېدو مبارکۍ ترڅنګ هغه یوه مهمه پروسه وبلله او ولسمشر ته یې په چین کې د سولې د جوړېدونکې ناستې په اړه معلومات ورکړل.

همدارنګه دواړو لورو ټینګار وکړ چې د سولې پروسه باید د افغانستان د حکومت او خلکو په محوریت ترسره شي او د دواړو هېوادونو اړیکې د دولت په دولت د محوریت پر اصل استوارې دي.

د يادونې ده، په چين کې بين الافغاني ناسته ټاکل شوې وه چې د تېرې اکتوبر مياشتې په ٢٨مه ترسره شي، خو د افغان حکومت له مخالفت سره  وځنډېده، خو طالبانو په دې ناسته کې د ګډون اعلان کړى و.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي وړمه ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې حکومت په دې ناسته کې ګډون کوي او د ګډونوالو لېست يې هم بشپړ کړى دى.

خو هغه زياته کړه چې د چين له حکومت سره د ناستې پر محتوا او وخت باندې خبرې روانې دي.

login or register a new account.