کابل (پژواک، ٢١ لړم٩٨): د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې په درېيمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو سره دا لړۍ درې پر صفر وګټله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې ترسره شوې.
پرون د درېيمې لوبې پچه د ويسـټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبغاړو د تېرو لوبو په پرتله ښه لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې يې ٢٤٩ منډې جوړې کړې او ويسټ انډيز ته يې د ٢٥٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري اصغر افغان ٨٦، محمد نبي او حضرت ځاځي ٥٠، ٥٠ او نجيب الله ځدراڼ ٣٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.
خو د ويسټ انډيز لوبډلې ياد هدف په اسانۍ سره په ٤٩ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري شاى هوپ ١٠٩ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ ٢، شرف الدين اشرف، راشد خان او محمد نبي يو لوبغاړى وسوځولو.
د ويسټ انډيز شاى هوپ د دې لوبې او چيس د درېيو واړو سياليو غوره لوبغاړي وټاکل شول.
تر دې مخکې ويسټ انډيز له افغانستانه لومړۍ او دويمه يوه ورځنۍ لوبې هم ګټلې وې، دا په يوه ورځنۍ کرکټ کې د افغانستان دوولسمه پرله پسې ماتې وه.
له دې وروسته به د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د شل اووريزو سياليو لړۍ پيل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن