Language

بنګله دېش کې د اورګاډو د ټکر له امله ١٦ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٨): په بنګله دېش کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ١٦ مسافر وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.

د دغه هېواد د رسنيو د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سهار وخته پر ځايي وخت درې بجې له پلازمېنې ډاکې ښار څخه ١٠٠ کيلومتره لرې په براهمن باريا سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې دغه اورګاډي چټاګانګ او ډاکې ښار ته روان وو چې په ياده سيمه کې یې ټکر شوي دي.

ځايي چارواکو ويلي چې په دې پېښه کې ١٦ مسافر وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي او کېداى شي د مرګ ژوبله کچه لوړه شي.

login or register a new account.