کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٨): په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر چاودنه او د يوه کارمند وژل کېدل يې په پراخه کچه وغندل شو.
دغه چاودنه پرون له ماښام وروسته د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د څلورم مکروريانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې (يو اېن ډي پي) پر موټر وشوه چې له امله يې د دې ادارې يو بهرنى کارکوونکى ووژل شو او پنځه نور ملکي وګړي ټپيان شوي وو.
يوې سرچينې پژواک ته وويل چې وژل شوى بهرنى هندي الاصل کاناډايي دى.
ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، د بهرنيو چارو وزارت، ناټو، اروپايي اتحاديې، امريکا، برېتانيا، کاناډا او يو شمېر نورو هېوادونو دغه چاودنه غندلې ده.
له ارګه د لړم په ٤مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، له بده مرغه د افغانستان دښمنانو پرون ماښام د کابل ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې د تروریستي برید په پایله کې د ملګرو ملتونو یو بهرنی کارکوونکی وژلی او یو شمېر هېوادوال یې ټپیان کړي دي.
ولسمشر اشرف غني دغه برید پر سختو ټکو وغانده او اړوندو ارګانونو ته یې د دغه برید د عاملینو د تشخیص او مجازات ترڅنګ امنیتي ارګانونو ته د امنیت د لا ښه تامین او په ځانګړي ډول د بین المللي بنسټونو د هغو کارکوونکو د خوندیتوب په موخه چې په افغانستان کې بشري مرستې او خدمات برابروي، لارښوونه وکړه.
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د وژل شوي بهرني کارکوونکي کورنۍ او همکارانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتبو وړاندې کولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ترهګريز برید ټپیانو ته د رسېدنې لپاره خپلې هېڅ ډول هڅې دریغ نه کړي.
اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله هم په يوه ټويټ کې دا چاودنه غندلې او ژمنه يې کړې چې عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد بريد کې يې يو بهرنى کارکوونکى وژل شوى او دوه نور کارکوونکي يې ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه دغه بريد په کلکه غندي او له افغان چارواکو غواړي چې د دې پېښې سمه څېړنه وکړي.
login or register a new account.