خوست ښار (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۸): د خوست په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزيو او د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې پروژې پیل شوې.
ولايتي چارواکي وايي، د دې پروژو په پلي کولو سره به له یوې خوا وهل شوي ځنګلونه بېرته ورغول شي او له بلې خوا به خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شي.
د هغوی په خبره، دغه پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت پلې کېږي او ټولې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، د دغه ولايت په سپېره، دوه منده، تڼيو، ځاځي میدان او موسی خېلو ولسوالیو کې د جلغوزيو او چهارمغزو هغه ځنګلونه چې زيانمن شوي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به بېرته ورغول شي.
د هغه په وينا، د دې لپاره د جلغوزیو او چهارمغزو نیالګيو د روزنې په موخه د ۳۶۰ قوریو په جوړولو کار روان دی چې هره قوریه د ۶ زره نیالګیو ظرفیت لري.
فدايي د دغې پروژې د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نيالګي به له دوه کاله ځنډ وروسته د مسلکي او باتجربه کسانو پرمټ په ځنګلونو کې کېنوي.
دی زياتوي: ((۲ ميليونه ۱۶۰ زره د جلغوزيو او چهارمغزو نيالګي ۳۶۰ بزګرانو ته د قوريو په بڼه وېشل کېږي. د دې په نتيجه کې به موږه وکولی شو چې ۲۷۰۰ هټکاره ځمکه په ځنګلونو باندې بدله کړو.))
د خوست زياتره غرونه په ځنګلونو پوښل شوي، چې اوسېدونکي يې د سون موادو د کمښت او د ورځینۍ اړتیا د پوره کولو په موخه ياد ځنګلونه وهي، چې له امله يې د دغو ځنګلونو لويه برخه له منځه تللې ده.
د کرنې ریاست د مسوولينو په وینا، په منځني ډول په کال کې په دغه ولایت کې درې فیصده ځنګل وهل کېږي، چې دې کار چاپيریال له ګواښ سره مخامخ کړی دى.
د خوست د دوه منده ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، خوښ دی چې دولت یې د وهل شویو ځنګلونو د بیا احیا کېدو غم خوري.
د نوموړي په خبره، جلغوزيو او چهارمغزو له دې وړاندې هم د دوی په سیمه کې مثبته پایله ورکړې او هيله مند دی چې ځنګلونه به یې بېرته په مېوه دارو ونو وپوښل شي.
هغه وايي: ((زموږ په غرونو کې چې د څېړۍ او لمنځې څومره ونې وهل شوې دي؛ که پر ځای يې د جلغوزيو او چهارمغزو نيالګي کېښودل شي، پايله به يې مثبته وي. دا زموږ لپاره ډېره ګټه لري.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن