Language

ډونالډ ټرمپ افغانستان ته په ناڅاپي سفر ولسمشر غني سره ولیدل

کابل (پژواک، ۸ لیندۍ ۹۸) : دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر کې ولسمشر اشرف غني سره یې لیدلي دي.

په واشنګټن کې له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډونالډ ټرمپ تیره شپه د افغانستان په وخت د شپې په اته نیمو بجو د افغانستان د بګرام هوایي ډګر ته رسیدلی و اودرې نیم ساعته یې هلته تیر کړل.

سرچینې زیاته کړې چې دامریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میلي چې تر ده مخکې افغانستان ته تللی و، د بګرام په هوایي ډګر کې یې د ولسمشر هرکلی وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې خپلو قوماندانانو اوسرتیرو ته وینا وکړه او هغوی ته یې د (شکرانې) د مذهبي او دودیزې ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه.

بلخوا دافغانستان له ولسمشرۍ ماڼې ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ولسمشر اشرف غني سره هم په بګرام هوایي ډګر کې لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس متین بیګ او د ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي هم شتوند د رلود.

په خبرپاڼه کې راغلی، په دې لیدنه کې د امریکا ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او داعش ته په ماتې ورکولو د افغان ملي دفاعي ځواکونو ستاینه وکړه.

دغه راز د امریکا ولسمشر د افغانستان په ختیځ کې داعش ته  په ماتې ورکولو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړوولسمشرانو ټینګار وکړ که طالبان د سولې تړون ته ژمن دي لومړی باید اوربند وکړي .

دیادونې وړ ده چې افغانستان ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا لومړی سفر دی.

login or register a new account.