کندهار (پژواک، ۱۱ لیندۍ ۹۸): په کندهار کې د هېواد په کچه د کبانو د تولید د یوه لوی فارم جوړولو چارې نن د لېندۍ په ۱۱مه پيل شوې.
دغه فارم د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په چوکاټ کې د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې جوړېږي.
په دې مراسمو کې د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب، د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي او نورو چاروکو ګډون کړی وو.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کبانو د تولید دغه لوی فارم په ۱۰ جریبه ځمکه کې د ۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
هغه زیاته کړه، دغه فارم به ۲۷ لوی او واړه حوضونه ولري چې د ۵۰۰ زره کبانو د رزونې وړتیا لري.
دی وايي، دا د هېواد په کچه د کبانو د تولید تر ټولو لوی فارم دی چې د کبانو د غوښې اړتیا به تر ډېره پوره کړي او له بهر څخه به یې د را واردولو مخنیوی وکړي.
ده وویل، دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې د کبانو ۱۶۰۰ فارمونه شته چې د هېواد په کچه د کبانو ۵۰ سلنه غوښه تولیدوي.
د ده په خبره، د ماهیانو دغه غوښه د کندهار تر څنګ شا و خوا ولایتونو او کابل ته هم لېږل کېږي.
د سیدي د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان ته د کبانو ۴۰ سلنه غوښه له بهره واردېږي چې د دغسې لویو فارمونو په جوړېدو به دغه کچه راټیټه شي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب په کندهار کې د کبانو د دغه لوی فارم جوړېدل د کورنۍ اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې لوی ګام ګڼي.
هغه وویل، په کندهار کې د کبانو فارمونو په بې سارې توګه وده کړې او تر دې مهاله دغلته د کبانو د روزنې سلګونه فارمونه جوړ شوي چې د ټول هېواد د کبانو له فارمونو یې شمېر ډېر دی.
ده زیاته کړه، د دغه لوی فارم په جوړېدو سره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په کور دننه به د کبانو غوښه په ټیټه بیه تر لاسه کېږي.
login or register a new account.