کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): د جرمني د دفاع وزيرې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت د غځولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د جرمني سفارت په خپله ټويـټرپاڼه کې ليکلي چې د هېواد دفاع وزیره یې تېره شپه افغانستان ته را رسېدلې او په مزارشريف کې يې د خپل هېواد له سرتېرو سره ليدلي دي.
د جرمني د دفاع د وزيرې په توګه د انيګريټ کرمپ له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د هغې لومړى سفر دى.
هغې په مزارشريف کې د خپل هېواد له خبريالانو سره چې له دې سره په دغه سفر کې ملتیا کوي، د خبرو پر مهال په ډاګه کړې چې دوى غواړي په افغانستان کې د ناټو ماموريت وغځول شي.
د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو سازمان ماموريت له ٢٠١٤ کال راهيسې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموريت پر مخ بيايي.
د جرمني د دفاع وزيرې ويلي، کوم کارونه چې دوى په افغانستان کې پيل کړي وو، تر اوسه نه دي بشپړ شوي او دا بايد ادامه پيدا کړي.
دې زياته کړې: ((دا يو سخت او اوږود مزل دى خو په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لرو.))
هغې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د راتلونکي کال د مارچ په مياشت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت موده پاى ته رسېږي.
جرمني په دغه ماموريت کې شاوخوا ١٠٠٠ سرتېري لري چې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف په مرمل کمپ کې مېشت دي.
ټاکل شوې ده چې د جرمني د دفاع وزيره نن په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره وګوري.
login or register a new account.