کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٨): مخکيني ولسمشر کرزي او يو شمېر علماوو او مخورو د سولې په بهير کې د امريکا د حکومت د جديت او صداقت غوښتنه وکړه.
د حامد کرزي له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د هېواد یو شمېر علماوو او مخورو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د جنوبی او مرکزي اسیا څانګې له رئیسې مېرمن لیزا کورتیس سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې د خلیلزاد د هڅو پوره ستاینه او ملاتړ وکړ او ورسره یې د سولې په پروسه کې د امریکا د حکومت د جدیت او صداقت غوښتنه وکړه.
سرچينه کاږي، د مجلس ګډونوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان فعلي وضعیت او روان ناورین نور د خلکو له تحمل نه وتلی دی. دوی همداراز تأکید وکړ چې د افغانستان خلک د کامل اتفاق خاوندان او ټول په یوه غږ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
سرچينه وايي، همداشان مجلس دا هیله هم څرګنده کړه چې د امریکا حکومت په متحدانه توګه د سولې د پروسې حمایت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن