Language

د کندوز د چهاردرې ولسوال ټپي شوی

کندوز ښار (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د کندوز د چهاردرې ولسوال او دوه ساتونکي يې د يوه ماين په چاودنه کې ټپيان شول.

د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د چهاردرې د ولسوال حفيظ الله ساپي پر موټر د چهاردرې پول په سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې دغه چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې ولسوال او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((ولسوال په خپل شخصي موټر کې ناست و، له کندوز ښاره ولسوالۍ ته روان و چې چاودنه پرې شوې ده.))

مرادي زياتوي چې د ولسوال او ساتونکو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د دې چاودنې مسوولت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چهاردره د کندوز ښار سوېل ته په ٢٠ کيلومترۍ پرته ولسوالي ده چې نږدې ټولې سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.