کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): د امريکا يوې محکمې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانى مشر او اوسنى سناتور يوسف نورستانى د عامه شتمنۍ د غلا په تور مجرم ګڼلى دى.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا په ټويټر کې په دې اړه د امريکا د عدليې وزارت اعلاميه خپره کړې ده.
سفارت دغه راز ليکلي چې يوسف نورستانى په امريکا کې د درغليو پر جرم محکوم شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې فساد سرحد نه پېژني، هر څوک په هر هېواد کې چې عامه شتمني غلا کوي او د خلکو له باوره سرغړونه کوي، بايد محکمې ته راکش کړل شي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د متحدو ايالتونو د فدرال يوې محکمې يوسف نورستانی د عامه شتمنۍ د غلا په تور مجرم گڼلی دی.
پر نورستاني تور و چې د امريکا له فدرال حکومته يې څه باندې ۱۰۰زره ډالر ترلاسه کړي او بهر ته يې د خپلو سفرونو په اړه هم د امريکا حکومت ته معلومات نه وو ورکړي.
په امريکا کې له متقاعدو، ډېر عمر لرونکو او نورو اړمنو کسانو سره حکومت هم مالي مرسته کوي او هم وړيا روغتيايي بېمه ورکوي.
د امريکا د عدليې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې احمد يوسف نورستاني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ کلونو کې همدا ډول مرستې ترلاسه کولې او په داسې حال کې چې په افغانستان کې يې هم حکومتي دنده لرله.
د امريکا د قانون له مخې، داسې افراد که له يوې میاشتې زيات له امريکا وځي، بايد حکومت خبر کړي، خو سرچينې زياته کړې چې نورستاني حکومت نه دی خبر کړی او دا د قانون خلاف کار دی.
د احمد يوسف نورستاني محکمه د تېرې چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱مه) د کليفورنيا په ايالت کې وه.
د امریکا د عدليې وزارت په اعلاميه کې راغلي، نورستاني په محکمه کې منلې چې له حکومته يې اجتماعي مرستې ترلاسه کړې او په دې برخه کې يې قانون تر پښو لاندې کړی دی.
نوموړي دغه راز منلې ده چې د حکومت له لوري ترلاسه کړې ټولې پيسې به بېرته وسپاري او هغه ته د ورکړل شوي وړیا روغتيايي بېمې د خدمتونو تاوان به هم ورکوي.
هغه اوس د لس کلن زندان له سزا سره مخ دی او همدغه راز بايد ۲۵۰زره ډالر جريمه هم ورکړي.
يوسف نورستاني په افغانستان کې ګڼ شمېر مهمې دندې ترسره کړې دي، هغه په لومړيو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال و، بيا د هرات والي شو، له هغه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر و او بيا د ولسمشر غني له خوا انتصابي سناتور وټاکل شو.