Language

عادله راز :  طالبانو په افغانستان کې داعش او القاعدې ته د فعاليت زمينه برابره کړې

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازې وايي چې طالبانو په افغانستان کې داعش او القاعدې ته د فعاليت زمينه برابره کړې ده.

د امريکا په نيويارک ښار کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ددايمي استازې له دفتره د ليندۍ په ٢٦مه په يوه خپره شوې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن عادلې راز دغه څرګندونې  تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.

هغې غونډې ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړې د خپلو خبرو په پیل کې د یوناما له مشرتابه څخه له  افغانستان سره د هر اړخیزه مرستو لپاره مننه وکړه.

مېرمن عادلې راز په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د دولت له خوا د بېلابېلو قوانینو او مسودو یادونه وکړه او هغه یې د هېواد په خپلو پښو د درېدلو  پر لوري ستر ګامونه وبلل.

نوموړې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه د ولسمشر غني د اقداماتو په اړه امنیت شورا ته معلومات ورکړل او په دې اړه یې د نړیوالو له  ملاتړ څخه مننه وکړه.

مېرمن راز په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د موجودیت یادونه وکړه، خو طالبان يې ګرم وبلل چې د دغه وضعیت د راوستلو اود دغو ډلو راتګ ته یې لار پرانېستې ده.

هغې وویل چې اوس د ټولو هغو هڅو د زیاتولو وخت راغلی چې په تېرو څو کلونو کې يې د اقتصادي پرمختګ، سولې او ګڼو نورو برخو کې کړي دي.