کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): له پاکستاني مشرانو سره پر افغان سولې له خبرو اترو، سلا مشورو وروسته د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليزاد کابل ته را رسېدلى دى.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خليلزاد پرون ناوخته کابل ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړي نن سهار ولسمشر له اشرف غني سره ليدل پيل کړي، خو تر اوسه د هغه د ليدنې جزئيات نه دي پيل شوي.
بلخوا د اجرائيه رياست مطبوعاتي سرچينې ويلي چې زلمى خليلزاد به اجرائيوي رييس هم وګوري او پر افغان سولې پروسې به ورسره سلا مشورې کوي.
د خليلزاد وروستۍ هڅې:
شاوخوا درې مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو له ځنډولو وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې يو ځل بيا په قطر کې پيل شوې، خو له پنځو ورځو خبرو وروسته د دويم ځل لپاره وځنډېدلې.
دا خبرې د دويم ځل لپاره پر بګرام هوايي ډګر د طالبانو له ډله ييز بريد وروسته ځنډول شوې او امريکا طالبانو ته ويلي چې له خپلو مشرانو سره پر اوربند او تاوتريخوالي کمولو خبرې وکړي.
د يادو خبرو له ځنډېدو وروسته زلمی خليلزاد پاکستان ته ولاړ، د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او نورو مشرانو سره يې وليدل.
که څه هم د دې ليدنو په رسمي خبرپاڼو کې دا ښودل شوې چې پر افغان سولې يې خبرې کړې، خو سرچينې وايي چې خليلزاد هڅه کوله د پاکستان پر فشار طالبان اوربند ته اماده کړي.
تر اوسه خليلزاد او طالبان د وروستيو پرمختګونو په اړه رسمي تازه دريځونه نه دي څرګند کړي.
بلخوا په سعودي کې د (عرب نيوز) يوې عربي رسنۍ د طالبانو د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د تېرې اوونۍ د خبرو په وروستيو ورځو کې امريکا طالبانو ته د اوربند په اړه اخطاريه ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، امريکا غواړي چې د اوربند پر مهال له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.
سرچينې زياته کړې: ((امريکا د اوربند په اړه د (هو، يا نه) ځواب غواړي او له اوربند پرته نورې خبرې کول نه غواړي.))
د روانې ډسمبر مياشتې په ١٣مه نېټه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپل يو ټويټ کې ليکلي وو: ((له طالبانو سره په روانو خبرو کې ځنډ راغلى، څو طالبان له خپلو مشرانو سره د تاوتريخوالي د کمولو په اړه مشورې وکړي.))