Language

مُحب: ځیني هېوادونه ترهګري د خپلو ګټو لپاره کاروي

کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله مُحب وايي، له بده مرغه په سیمه کې یو شمېر رقابتونو د ستونزې پراخېدو ته لار هواره کړې او ځیني هېوادونه ترهګري د خپلو ګټو لپاره کاروي.

د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٢٨مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله مُحب دغه څرګندونې پرون په تهران کې د سیمه يیزې امنیتي غونډې په څنډه کې د روسيې د ملي امنيت له سلاکار نیکولاس پاتروشیف سره د ځانګړې ناستې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان، ايران، هند، چين، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسيې د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له خپل روسی سيال سره د ليدنې پر مهال د ياد کنفرانس او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د همغږۍ د رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وشوې.

هغه زياته کړه چې افغانستان تر بل هر چا له ترهګرۍ ډېر ځپل شوی او له دې لارې د رامنځته شوي زیان پر درد تر ټولو ښه پوهېږي.

د نوموړي په وينا، اړینه ده له ترهګرۍ سره په مبارزه کې سیمه ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه همغږي او داسې چلند وکړي چې ترهګرې ډلې کمزورې او له منځه ولاړې شي.

مُحب وویل، له بده مرغه په سیمه کې یو شمېر رقابتونو د ستونزې پراخېدو ته لار هواره کړې او ځیني هېوادونه ترهګري د خپلو ګټو لپاره کاروي.

ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان په دې اړه ښکاره دریځ لري او د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې ولاړ دی.

ده وویل چې نورو هېوادونو ته هم په کار ده په دې اړه همغږې او پیاوړې مبارزه وکړي او پرې نه ږدي چې لا ډېر وګړي د دې بدې پدیدې قرباني شي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې رامنځته شوو پرمختګونو ته اشاره وکړه او د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه یې وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې ښې لاسته راوړنې لري.

دغه راز د ملي امنیت سلاکار د ايران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره هم ليدلي او ورسره يې د سیمه ییز امن او امنیت او د سیمې د هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او مرستو په اړه خبرې کړې دي.

محب ويلي، افغانستان تل له ترهګرۍ سره د جګړې په لاره کې د همکارۍ لپاره اماده دی او په دې برخه کې له نورو هېوادونو هم ورته غوښتنه او تمه لري.

login or register a new account.