کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د هېواد د ستر ديني عالم مولوي سيد اغا تره خېل زوى مولوي حمدالله چې په ګوانتانامو کې له تېرو ١٨ کلونو راهيسې بندي و، له خوشې کېدو وروسته پرون په کابل کې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شو.
د ولسمشر ستر سلاکار ضياءالحق امرخېل د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى له تېرو څو مياشتو راهيسې د مولوي حمدالله د خوشې کولو او کورنۍ ته یې د سپارلو په موخه هلې ځلې پيل کړې وې.
هغه زياته کړه چې په دې برخه کې يې ولسمشر اشرف غني، ملي امنيت او د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ دغه کار پر مخ ووړ.
امرخېل وويل چې څو ورځې مخکې د اماراتو حکومت مولوي حمدالله د افغانستان حکومت ته وسپاره.
د ولسمشر سلاکار وايي چې پرون د يو لړ په مراسمو کې چې د ده په دفتر کې جوړ شوي وو، مولوي حمدالله په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
حاجي حمدالله تره خېل د کابل د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو سيمې اوسېدونکی او د مشهور ديني عالم شيخ الحديث مولوي سيد اغا تره خېل زوى دى.
د هغه د کورنۍ يوه غړي شهاب الدين تره خېل پژواک ته ومنله چې هغه پرون له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوى دى.
ده زياته کړه، مولوي حمدالله په ٢٠٠٢ زېـږديز کال کې د امريکايي ځواکونو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې د کابل له قرغې څخه نيول شوى و او بيا يې ګوانتانامو ته ولېږداوه.
په دغو عملياتو کې د هغه يو زوى ټپي شوى و چې وروسته يې په باګرام کې درملنه وشوه.
د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش په ٢٠٠٢ زېـږديز کال کې د سپټمبر د ١١مې له بريدونو وروسته د کيوبا په ګوانتانامو جزيره کې دغه زندان جوړ کړ چې په کې د ترهګرۍ په تور نيول شوي کسان ساتل کېږي.
په لومړي سر کې په دغه زندان کې د بېلابېلو هېوادونو ٦٨٤ بنديان ساتل شوي وو چې ډېرى يې افغانان وو، خو د وخت په تېرېدو سره ګڼ شمېر یې بېرته خوشي شوي دي.
خو د امريکا اوسني مشر بارک اوباما په ٢٠٠٩ زېږديز کال د واک له ترلاسه کولو سره سم د ګوانتانامو زندان د بندولو اعلان وکړ او په دې اړه يې يوه کمېسيون ته دنده وسپارله چې په تدريجي ډول یاد زندان وتړي.
login or register a new account.