Language

طالبانو د سولې ولسي حرکت ٢٧ غړي نیولي

 

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٨): د سولې ولسي حرکت وايي چې وسله والو طالبانو یې په فراه ولايت کې د موټريز کاروان ٢٧ غړي بیولي دي.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى موټريز کاروان چې له هراته فراه ته روان و، پرون ماښام پنځه بجې د فراه ولايت په مربوطاتو کې طالبانو له ځان سره بيولي دي.

هغه زياته کړه چې په سيمه کې د طالبانو له مشرانو او قوماندانانو سره په اړيکو کې دي، خو تر اوسه يې درک نه دى معلوم شوى.

ده وويل: ((که څه هم موږ بار بار له طالبانو سره ليدلي او د هغوى اندېښنې مو لرې کړې دي، خو دا څلورم ځل دى چې وسله وال طالبان د سولې ولسي حرکت کسان بیايي.))

وطندوست وايي، د سولې ولسي حرکت موټريز کاروان ١٥ ورځې مخکې له هلمند ولايته پيل شو او تر هراته ورسېد.

د هغه په وينا، پلان دا و چې له هراته بادغيس او غور ولايتونو ته ولاړ شي، خو هلته د زياتو واورو له امله لارې بندې وې، دوى پلان تغيير کړ او کاروان يې د فراه پر لور ولېږداوه.

ده زياته کړه، دوى په فراه ولايت کې د سولې لپاره لاريونونه کول او د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند او جګړې بندولو غوښتې کولې.

د سولې ولسي حرکت وياند وايي چې تر اوسه د تښتول شوو  ملګرو په اړه معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.