Language

د ايران- هرات اورګاډي پروژه به تر راتلونکو څلورو مياشتو بشپړه شي

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): ايراني چارواکي وايي چې له افغانستان سره د اورګاډي پروژې کار به تر راتلونکو درېيو يا څلورو مياشتو بشپړ شي.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد  د ترانسپورټ وزارت مرستيال عباس خطيبي پرون رسنيو ته ويلي چې د ايران او افغانستان نښلولو لپاره د اورګاډي پټلۍ د ايران له ختيځ ښار خاف څخه د افغانستان تر هرات ولايته پورې غځول کېږي.

سرچينې زياته کړې چې تر راتلونکو درېيو مياشتو کې به د دې ليکې غځولو چارې بشپړې شي او له هغه وروسته به د اورګارډي د تګ راتګ پروسه پيل شي.

خطيبي ويلي،  د ١٩١ کيلومتر په اوږدو کې دغه ليکه به ٢٠٢٠ زېږديز کال مارچ يا اپرېل مياشت کې بشپړ شي او له هغه وروسته به تګ راتګ، صادرات او واردات پيل شي.

د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېر پرمختګ وکړي  او افغانستان به وکولى شي د ايران له لارې نورو هېوادونو ته هم خپلې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.

د يادونې ده، د ايران ترڅنګ افغانستان له ازبکستان سره هم د اورګاډي ليکې په وسيله نښلول شوى دى او افغان سوداګر خپل توکي د اورګاډي له لارې لېږدوي.

login or register a new account.