Language

تخار کې د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو پول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

تالقان (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨): د تخار په مرکز تالقان کې د ١٠٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه پول د پرانيستو په مراسمو کې د تخار والي عبدالحق شفق وويل چې دغه پول ١٧٥ متره اوږدوالى او شپږ متره سور لري چې د تالقانو ښار د جوى شيخ په سيمه کې جوړ شوى دى.

ده وويل چې دغه پول د کليو پراختيا وزارت له لوري د ١٠٧ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دا يو کمربندي پول دى چې په جوړېدو سره يې د تالقانو ښار ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې ده.))

دغه راز د تخار د کليو او پراختيا رييس صبغت الله نظري وويل چې دغه پول نهه کلي له مرکز تالقان سره نښلوي.

د نظري په وينا، د دغه پول په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شوې دي.

همدارنګه د تالقانو د خياطانو سيمې اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې د دغه پول په جوړېدو سره خلکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې.

دى وايي: ((اوس خلک په اسانۍ سره کولاى شي چې تالقانو ښار ته تګ راتګ وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم د تالقانو ښار په نهرچمن سيمه کې يو بل لوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

login or register a new account.