Language

د عمان باچا له ٥٠ کلنې واکمنۍ وروسته ومړ

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): د عربي هېواد عمان باچا سلطان قابوس له ٥٠ کلنې واکمنۍ وروسته د ٧٩ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د عمان دولتي ټلوېزيون د مرغومي په ٢١مه سهار وخته اعلان وکړ چې سلطان قابوس نن سهار وخته د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د عمان حکومت په ټول هېواد کې د درېيو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړى او ٤٠ ورځې به د دغه هېواد ملي بيرغ نيم ځوړند وي.

سلطان قابوس زوی، ورور، خور نه لري او د همدې لپاره يې ځاى ناستى نه دى ټاکلى، خو د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، حکومت بايد په درېيو ورځو کې د هغه ځاى ناستى وټاکي.

ويل کېږي چې د هغه د تره زوى حيشم بن طارق السيد د عمان د نوي سلطان په توګه وټاکل شي.

سلطان قابوس چې په ١٩٤٢زېږديز کال کې زېږدېدلى و، په ١٩٧٠ زېږديز کال کې يې د برېتانيا په مرسته پر خپل پلار کودتا وکړه او واک يې ترلاسه کړ.

عمان په خليج او عربي هېوادونو کې يو بې طرفه هېواد دى او ډېرى مهال يې د ايران او عربي هېوادونو او امريکا ترمنځ منځګړتوب کړى دى.

login or register a new account.