کندهار (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۸): چارواکي وايي، سر له ننه په کندهار کې راکړه ورکړه یواځې په افغانیو کېږي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
په یوه وروستي اقدام کې د کندهار والي په مشرۍ د افغانیو د ترویج کمېسیون جوړ شو او خلکو ته یې دوه اوونۍ وخت ورکړ څو په دغه موده کې خپله ټوله راکړه ورکړه د پاکستانیو کلدارې پر ځای افغانیو ته واړوي.
چارواکي وايي، دغه موده پوره شوې او له دې وروسته به هر راز سوداګریزه راکړه ورکړه یواځې په افغانیو وي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانیو د ترویج د کمېسیون د پرېکړې له مخې خلکو ته ټاکلې موده پوره شوې او نور به په ټول ولایت کې سوداګریزې او ورځنۍ راکړه ورکړه په افغانیو وي.
هغه زیاته کړه، ولایتي ادارې د کندهار د ۱۷ ولسوالیو ولسوالانو ته هم سپارښتنه کړې څو خلک په افغانیو راکړې ورکړې ته وهڅوي.
دی وايي، په دې برخه کې د سوداګرو د ټولنو، شرکتونو او بېلابېلو اتحادیو له مسوولینو سره خبرې شوي او هغوی هم پر دې کار کوي څو لومړی په خپله سوداګر او بیا عام وګړي د کلدارو مخنیوي ته وهڅوي.
د ده په خبره، د سرغړونې په صورت کې به لومړی خپله اړوندې اتحادیې اقدام کوي او وروسته به اړوند کسان په دولتي کچه د افغانیو ترویج ته هڅول کېږي.
نوموړي وویل، په دې برخه کې د افغانستان بانک او رسنیو ته دنده سپارل شوې څو د افغانیو د ترویج پيغامونه، د اسعارو د تبادلې بیې او د ښاروالۍ نرخنامه وخت په وخت له خلکو سره شریک کړي.
دغه راز د حج او اوقافو ریاست ته دنده سپارل شوې څو د جوماتونو ملا امامان هم په خپلو خطبو کې د افغانیو پر ترویج ټینګار وکړي.
په کندهار کې د افغانستان بانک رییس محمد نعیم اکبري وايي، د افغانیو د ترویج لپاره یې ټول امکانات برابر کړي دي.
هغه زیاته کړه، د بازار له غوښتنې سره سم په کافي اندازه افغانۍ شته او په دې برخه کې به کومه ستونزه نه وي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس او د افغانیو د ترویج د کمېسیون غړی حاجي نصر الله زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانیو د ترویج په موخه د عدلي، قضايي، امنیتي، ښوونیزو، نشراتي ادارو استازو، ولایتي شورا، سوداګرۍخونې، د صرافانو اتحاديې، د زراعتي درملو اتحاديې، د موټر پلورنځیو، د معاملاتو د لارښوونې مرکزونو، د ښاروالۍ د صنفي اتحادیو او ګڼو نورو برخو له مسوولینو سره پر له پسې ناستې شوي او ټولو ژمنه کړې چې نور به یواځې په افغانیو راکړه ورکړه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن