کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٨): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې هيله څرګندوي چې په روان زېږديز کال کې به بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو له دې مخکې د تاوتريخوالي پر کمولو هم ټينګار کوي.
نوموړي دغه څرګندونې په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د خلکو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال کړې دي.
د نوموړي په غوښتنه لسګونو کسانو په ټويټر کې له هغه بېلابېل ډول پوښتنې کړې وې.
د سولې د روانو هڅو په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځوب کې نيکولاس کې ويلي، زلمى خليلزاد په قطر کې دى او د طالبانو ځواب ته منتظر دى .
هغه زياته کړې: ((زه هيله لرم چې دا پروسه بېرته پيل شي او په پايله کې يې بين الافغاني مذاکرات هم ژر پيل شي.))
نوموړي په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول په اړه وويل، د سيمې ټول هېوادونه هڅه کوي چې دا پروسه بريالۍ شي.
هغه د پاکستان مرسته او ملاتړ مهم وباله او د سيمې ټول هېوادونه يې تشويق کړل چې دې ملاتړ ته ادامه ورکړي.
ده له ټولو اړخونو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي او په دې برخه کې د پاکستان رول ډېر مهم دى.
نيکولاس د سولې تر تړون وروسته د افغانستان او ناټو ترمنځ د لاسليک شوي امنيتي تړون (صوفه) د برخليک په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د سولې له تړون وروسته دا به افغان او ناټو پورې تړاو ولري چې د راتلونکي همکارۍ په اړه يوه پرېکړه وکړي.
د ناټو ملکي سفير هيله څرګنده کړه، چې سږ کال به بين الافغاني مذاکرات او سوله وشي؛ ځکه چې ټول افغانان سوله غواړي.
د هغه په وينا، د سولې لپاره سيمه ييز اجماع هم رامنځته شوې ده.
د ناټو ملکي سفير د تاوتريخوالي د کمولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې په دې سره به د افغانانو پر ژوند ډېره مثبته اغېزه وشي.
login or register a new account.