کندوز ښار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): د کندوز د چهاردرې اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو ترڅنګ په تېرو لسو کلونو کې يوه پروژه هم نه ده عملي شوې.
د چهاردرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدشاه د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.
هغه وايي: ((په دې ولسوالۍ تل جګړې وي، په تېرو لسو کلونو کې يوه پروژه هم نه ده عملي شوې، د چهاردرې په اړه تل د جګړو خبرونه نشر شوي، تاسو داسې يو خبر راته ښکاره کړئ چې د دې ولسوالۍ د پروژو په اړه خپور شوى وي.))
دغه راز د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حاجي نثار پژواک ته وويل چې په تېرو لسو کلونو کې د دې ولسوالۍ خلکو ته يو کوچنى کار هم نه دى شوى.
ده وويل: ((حکومت بايد اول د دې ولسوالۍ امنيت تامين کړي او په دويم قدم کې بايد د خلکو لومړيتوبونو ته په کتو سره پروژې عملي کړي.))
د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د چهاردرې ستونزې وڅېړي او د حل لپاره يې اقدام وکړي.
په دې اړه د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې حکومت بايد د چهاردرې ولسوالۍ امنيت او رغونې ته جدي پاملرنه وکړي.
کاکړ زياته کړه: ((د چهاردرې خلک له تېرو لسو کلونو راهيسې په سختو ستونزو کې دي، حکومت بايد امنيت يې تامين کړي ترڅو د پروژو پلي کېدو ته زمينه برابره شي.))
د ولايتي شورا بل غړي خليل قاري زاده وويل چې حکومت د چهاردرې د امنيت او رغونې لپاره هېڅ هم نه دي کړي.
دى زياتوي: ((هره ورځ د چهاردرې خلک ولايتي شورا ته راځي خپل مشکلات وايي موږ يې مشکلات له اړوندو ادارو سره شريکوو، خو هېڅ اغېز نه کوي.))
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د چهاردرې ولسوال حفيظ الله ساپي پژواک ته وويل چې د جګړو له امله په دې ولسوالۍ کې کم کار شوى خو اوسمهال هم څو پروژې تر کار لاندې دي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((د سيند د اوبو د کنترولو په موخه شپږ پروژې تر کار لاندې دي، څلور ښوونځي تر کار لاندې دي، شپږ سوه کورنيو ته د پاکو اوبو برابرولو پروژه تر کار لاندې ده، د دريو جوماتو جوړولو چارې هم روانې دي او داسې نورې پروژې هم شته دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن