Language

طالبان: له امريکايي پلاوي سره د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې دوام لري

 

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر وايي چې له امريکايي پلاوي سره يې پرون تفصيلي خبرې کړې او نن به هم دوام ولري.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې پرون ماښام د دوى او امريکايي پلاوي ترمنځ  پر راتلونکو اقداماتو تفصيلي خبرې شوې دي.

هغه زياته کړې چې د دواړو لورو د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ به دا خبرې نن هم دوام ولري، خو د خبرو اترو جزئيات يې نه دي په ډاګه کړي.

شاهين ويلي چې په دې ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر، شېرمحمد عباس ستانکزي او اميرخان متقي، د امريکا له لوري زلمي خليلزاد او د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ګډون درلود.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو پر موضوع بن بست پيدا شوى و، امريکا له طالبانو غوښتي وو چې له خپلو مشرانو سره په دې اړه مشوره وکړي، د طالبانو پلاوى پاکستان ته سفر وکړ او له خپلو مشرانو سره يې ليدلي.

خو امريکا ويلي چې تر اوسه ورته طالبانو په دې اړه رسمي ځواب نه دى ورکړى.

خو افغان حکومت د تاوتريخوالي له کمولو سره مخالفت کوي او وايي چې حقوقي او عملي بڼه نه لري، د دې پر ځاى پر اوربند ټينګار کوي.

بلخوا بي بي سي د طالبانو د يوه لوړپوړي غړي چې په يادو خبرو کې يې ګډون درلود، له خولې ليکلي، امریکا د تاوتريخوالي کمولو لپاره د دوی وړانديز منلی چې د تړون لاسليکولو پر مهال امن فضا جوړه شي.

دې سرچينې زياته کړې، دا طرحه محدوده ده او له امریکا سره د تړون لاسلیکولو په ورځو کې عملي کېږي.

ده زياته کړې "نن مو خپلمنځي ناسته درلوده، ټولې هڅې د تړون لاسلیکولو پر مراسمو متمرکزې دي. ځکه بل شی پاتې نه دي، په ټول کې هر څه د تړون لاسلیکولو اړوند دي. که د تاوتریخوالي کمول هم دي، د تړون لاسلیکولو د مراسمو اړوند دي".

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ له تېر يوه کال راهيسې په قطر کې خبرې روانې وې، خو شاوخوا درې مياشتې مخکې په کابل کې له يوه ځانمرګي بريده وروسته چې په کې د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتېري ووژل شول، دا خبرې ولسمشر ټرمپ ودرولې.

login or register a new account.