Language

افغان سفیر: د کرونا ویروس له خطره خوندیتوب لپاره خپلو محصلینو سره اړیکه کې یو

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨): په چين کې د افغان سفير وايي چې په اوهان ولايت کې له افغان محصلينو سره په اړيکه کې دى، څو هلته د پیدا شوي ویروس د مخنیوي په برخه کې پر وخت مرسته ورسره وکړي.

د (کرونا) په نوم دغه ويروس چې په دې وروستيو کې په چين کې پيدا شوی، تر اوسه یې له امله شاوخوا ٥٤ کسان مړه او تر ١٢٠٠ ډېر روغتونونو ته وړل شوي دي.

په چين کې د افغانستان سفير جاوېد قايم د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اوهان ولايت کې ٤٠ افغان محصلين پر زده کړو بوخت دي او سفارت له هغوى سره تل په اړيکو کې وي.

هغه زياته کړه، د چین حکومت په پوره مسوولیت سره د کرونا د ویروس له ستونزې سره مبارزه کوي او د بېړنيو اقداماتو لړۍ يې پيل کړې ده.

قايم وايي، که بيا هم د سفارت مرستې ته يې اړتيا وه، نو افغان محصلين کولى شي د سفارت د محصلينو له مسوول کريم نقشبندزاده سره اړيکه ونيسي.

افغان سفير هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د نورو هېوادونو سفارتونه خپل محصلين ايستلي او ويې ويل، که چېرې د چين حکومت اجازه ورکړي، دوى به هم افغان محصلين خوندي سيمې ته ولېږدوي.

د هغه په وينا، دوى د محصلينو لپاره ځانګړى چټ ګروپ جوړ کړى او تل ورسره په اړيکه کې وي، د اړتيا پر مهال بېړنۍ مرستې هم کوي.

بلخوا د چين حکومت په اوهان ښار کې ټول خوراکي توکي قرنطين کړي، څو د دې ناروغۍ د پراخېدو مخه ونيول شي.

په چين کې يوه افغان محصل رضوان الله شپون په فېسبوک کې ليکلي: ((په اوهان ولايت کې مې له افغان محصل عمران زکريا سره ټيلېفوني خبرې وکړې، ويل يې سبزي يې ختمه شوه او لږې وريجې پاتې دي، پنځه شپږ ورځې مې ګوزاره ورباندې وشي، که د ښار قرنطين له دوو اوونيو تر يوې مياشتې وخت واخلي، څه باندې يوولس ميليونه خلک په کورونو کې بنديوان ناست دي او د هوایي ډګر په ګډون ټول عامه ترانسپورتي سیستم بند دی.))

هغه زياته کړې، د چين له درېيو نظامي پوهنتونونو څه باندې څلور سوه نظامي ډاکتران دغه ښار ته له طبي وسایلو سره ور رسېدلي څو د دې فاجعې په کنټرول کې مرسته وکړي.

د شپون په وينا، له تبت او اينرمنګوليا پرته په نږدې ټول چین کې لومړی درجه طبي بېړنى حالت اعلان شوى او په رخصتۍ تللي روغتيايي کارکوونکي بېرته راغلي دي.

په اوهان ښار کې افغان محصل مشعل جمالزى وايي، دلته پنځوس افغان محصلين او څلور افغان کورنۍ مېشتې دي.

login or register a new account.