Language

د چين په اوهان ښار کې بند پاتې ٦٢ افغانان هېواد ته را لېږدول کېږي

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د چين په ويروس ځپلي ښار اوهان کې بند پاتې ٦٢ عام افغانان او محصلين په ژر وخت کې هېواد ته را ولېږدول شي.

د چين په اوهان او ځينو نورو ښارونو کې د (کرونا) په نوم وژونکي وايروس له امله تر اوسه ٨٠ کسان مړه او ٢٥٠٠ نور پرې اخته شوي چې د ٣٠٠ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د چين حکومت اوهان ښار قرنطين کړى، خلک له کورونو نه شي وتلى او ټول ښار تړل شوى چې له امله يې د دغه ښار په پوهنتونونو کې ٦٢ افغان محصلين هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ناوخته د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال او سرپرست محمد هارون چخانسوري په مشرۍ په دې اړه بېړنۍ ناسته وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د چین په اوهان ښار کې له افغان وګړو او محصلینو سره چې د کرونا په ويروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي، د مرستې په مقصد د بېړنيو تدابيرو او اقداماتو په اړه سلا مشورې وشوې.

چخانسوري په دې ناسته کې د اړوند څانګو له رييسانو سره ته په دې برخه کې معلومات وړاندې کړل او لارښوونه يې وکړه څو په بيجینګ کې استوګن افغان سفارت، عامې روغتیا وزارت، لوړو زده کړو وزارت او په کابل کې د چين له سفارت  سره په  همغږۍ کې هر اړخیز تدابير غوره شي.

هغه په اوهان ښار کې اضطراري حالت ته د اشارې په ترڅ کې، هوايي او د ځمکني ترانسپورټ له لارې د ۶۲ محصلینو د رالېږدونې په تړاو چې په ياد ښار کې بند پاتې دي، لازم هدايات صادر کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دې کبله چې د وهان ښار استوګن په قرنطين حالت کې ژوند تېروي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست چخانسوري په بيجینګ کې افغان سفير جاوېد قايم ته لارښوونه وکړه څو د قرنطین حالت له پای ته رسېدو سره سم د افغان محصلینو د لېږدونې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.

د هغه په وينا، د قرنطین حالت د دوام په صورت کې بايد له ټولو شته امکاناتو کار واخلي څو د هغو محصلینو اړتیاوو ته چې هلته بند پاتې دي، رسېدنه وشي.

بلخوا په چين کې د افغانستان سفير وايي چې په اوهان ولايت کې له افغان محصلينو سره په اړيکه کې دى، څو هلته د پیدا شوي ویروس د مخنیوي په برخه کې پر وخت مرسته ورسره وکړي.

په اوهان ښار کې افغان محصل مشعل جمالزى وايي، دلته پنځوس افغان محصلين او څلور افغان کورنۍ مېشتې دي.

هغه پژواک ته وويل، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې افغان محصلين له نورو ځايي خلکو سره د حکومت له خوا قرنطين شوي  دي.

login or register a new account.