کندوز ښار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): د کندوز حکومتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې په ګلتپې ولسوالۍ کې يو ښوونځى او يو کلينيک ويجاړ شوي دي.
د کندوز د پوهنې رياست د معارف شهر مدير جنت ګل ناصري د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د ګلتپې ولسوالۍ په درمن سيمه کې پر يوه ښوونځى بريد کړى دى.
هغه وايي چې د دغه بريد په پايله کې د ښوونځي درې خونې، احاطوي دېوال او ښيښې له منځه تللي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د ګلتپې ولسوال نبي کاکړ پژواک ته وويل چې د درمن ښوونځى او درمن کلينيک د جګړې د لومړې کرښې په سيمه کې دي، نو کېداى شي لږ څه زيان ورته اوښتى وي.
هغه زياته کړه: ((زه د ښوونځي او کلينيک بمبار په کلکه ردوم، د جګړې سيمه کې دي، کېداى شي لږ څه زيانمن شوي وي.))
بل لور ته د سيمې يوه اوسېدونکي فريدون پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د درمن سيمې ښوونځى او کلينيک بمبار شوي چې دواړه لږ تخريب شوي دي.
همدارنګه په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په ګلتپې سيمه کې د وسله والو مخالينو د درملنې مرکز په نښه کړى دى.
هغه وايي: ((کره معلومات نشته دي خو لومړني معلومات ښيى چې د ګلتپې په درمن سيمه کې د طالبانو يو روغتيايي مرکز په نښه شوى دى خو تر اوسه معلوم نه دى چې بمبار شوى او که کوم بل څه پرې شوي دي.))
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې حکومتي ځواکونو تېره شپه ګلتپې ولسوالۍ کې په ښوونځي، کلينيک او د خلکو پر کورونو بمبار کړى او له منځه يې وړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP