مزارشريف (پژواک، ۱۷سلواغه ۹۸): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، چې دغه ولايت کې شاوخوا ۲۴۰زره جريبه ځمکه د زرو کسانو له خوا غصب شوې ده، خو د عدليې رييس وايي چې په روان لمريز کال کې يې ۴۷ زره جريبه ځمکه بېرته د غاصبينو له منګولو څخه ژغورلې ده.
له دې سره د بلخ استيناف څارنوالي وايي، چې امنيتي ارګانونو ته يې د غاصبينو پر وړاندې د جدي اقداماتو کولو سپارښتنه کړې ده.
د بلخ ولايت عدليې رييس امين الله امين د سلواغې په ۱۷مه، مزارشريف ښار کې د يوې ناستې پر مهال د خپل تېر مالي کال د لاسته راوړنو په تړاو رسنيو سره معلومات شريک کړل.
د بلخ د عدليې رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې ادارې تېر کال کې ۷۷۵۰ حقوقي قضيو ته رسېدګي کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دغو قضيو کې املاکي، فاميلي او د پور دعواوې شاملې دي.
د هغه په خبره، د دې قضيو له ډلې ۱۴۹ قضيې د مصالحې له لارې حل شوې دي.
د عدليې رييس زياتوي، چې تېر کال کې ۴۰۷ قضيې د تطبيق لپاره د محاکمو له خوا دوی ته راجع شوې وې، چې له ډلې يې ۲۳۸ قضيې تطبيق شوې دي او ۱۶۹ نورې قضيې د بېلابېلو ستونزو له امله لا هم نه دي پلې شوي.
نوموړي وويل، چې تېر کال د بلخ عدليې رياست ۸نيم ميليونه افغانۍ عوايد کړي، چې د تېر کال په پرتله ۵۲سلنه زياتوالی ښيي.
د بلخ د عدليې رييس دا هم وويل، چې په تېر مالي کال کې يې تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه، چې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه يې د غاصبينو له منګولو څخه ژغورلې ده.
هغه زياته کړه، چې لا هم دغه لړۍ روانه ده او د بلخ ولايت مقام په ملاتړ او يو شمېر نورو دولتي ادارو په ملتيا به غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه بېرته راګرځوي.
په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد وايي، چې دغه ولايت کې دوه سوه او څلوېښت زره جريبه ځمکه د زرو کسانو له خوا غصب شوې ده.
حديد زياته کړه، چې دغه ځمکه د سيمه ييزو زوراکو له خوا غصب شوې، چې په ځينو ځايونو کې يې جعلي اسناد هم ورته جوړ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن