Language

اروپايي ټولنه د کابل بريد عاملينو ته: د قصابي پر ځاى سياست وکړئ

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): که څه هم د کابل د ننني بريد  مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي د دغه بريد له عاملينو غوښتي چې د قصابي پر ځاى سياست وکړي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د سلواغې ٢٢مه) د سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د قمبر څلورلارې ته څېرمه د مارشال  فهيم نظامي پوهنتون په دروازه کې وشو.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې د ياد پوهنتون د يوه استاد په ګډون څلور نظاميان او دوه ملکيان وژل شوي، اته ملکيان او پنځه نظاميان ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبيا د دغه بريد په غبرګون کې په ټويټر کې  ليکلي: "نه پوهېږم چې دغه بريد د سولې خبرو د ګډوډولو او که پر خبرو د فشار اچولو په هدف ترسره شوی دی. "

هغه زياته کړې، ترهګريز بريدونه  هېچا ته د منلو نه دي او ګټه هم نه لري، بريدګر په دې کار سره د افغانانو زړونه او پاملرنه له لاسه ورکوي.

ده ويلي: "په دواړو غاړو کې باید د ملکیانو وژل بند شي، که  غواړئ چې غږ مو واورېدل شي سياست ته مخه کړئ، نه ډله ييزو وژنو «قصابۍ» ته. "

login or register a new account.