ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقوقو کمېسيون د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر پيلېدو ټينګار وکړ

د بشري حقوقو کمېسيون د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر پيلېدو ټينګار وکړ

author avatar
7 Mar 2020 - 17:16
د بشري حقوقو کمېسيون د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر پيلېدو ټينګار وکړ
author avatar
7 Mar 2020 - 17:16

مزارشريف (پژواک ۱۷کب ۹۸): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي، حکومت او طالبان بايد د افغانستان لانجې ته د سياسي حل لارې په موخه خبرې پيل کړي.

د دغه کميسيون رئيس سيد محمد سامع د کب په ۱۶مه، مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو له يو شمېر استازو، د علماوو شورا غړو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په ګډه ناسته کې همدا راز د تاوتريخوالي کمېدو غوښتنه هم وکړه.

سامع پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان د روان جنګ پای ته رسېدو او يوې سولې ته د رسېدو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

هغه زياته کړه، د هرې جګړې پای مذاکرات او سياسي تفاهم دی او په خبره يې چې طالبان او حکومت بايد د سياسي حل لارې په موخه مذاکرات پيل کړي.

سامع همدا راز په افغان سياسيونو هم غږ وکړ چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي همداراز وويل، افغانان د سولې پروسې څخه د ملاتړ تر څنګ د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنو د خوندي کېدو غوښتنه هم لري، چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد ورته پام وکړي.

د بشري حقونو کميسيون مشر دا هم وويل، چې طالبان او حکومت بايد سولې ته د رسېدو په نيت د خبرو مېز ته سره کېني.

د هغه په وينا، د جګړې د هرې ورځې په دوام سره بشري او انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي او خلکو ته زيان اوړي.

د علماوو شورا غړی مولوي محسن دانش هم په خپلو خبرو کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق ته د خوشبيني تر څنګ وويل، چې  ژر تر ژره بايد بين الافغاني مذاکرات هم پيل شي.

هغه زياته کړه، طالبان له دې وروسته د جګړې دوام ته هېڅ ډول پلمه نه لري او په خبره يې ښه به دا وي، چې دغه ډله خبرو ته حاضره شي او له جنګه لاس واخلي.

د ده په وينا، د هر بې ګناه انسان وژنه چې د هر چا له خوا وي، د اسلام له نظره حرامه ده او د دين لارښوونه همدا ده، چې جنجالونه حل او د سولې لپاره کار وشي.

د بلخ د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مسوول حميد صفوت پژواک ته وويل، د طالبانو او امريکا تر منځ د توافق يوه برخه د تاوتريخوالي کمېدل وو، چې په وينا يې په وروستيو ورځو کې دغه تعهد نقض شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.